• مجموعي کتنې: 144854

د "ايما" رضاکاره بوختيا؛ څو سپينې خبرې!

473 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د "ايما" رضاکاره بوختيا؛ څو سپينې خبرې!

وحيدالله مصلح
کله چې د مارچ په وروستيو او اپرېل په اوږدو کې کابل د کرونا له ابتدايي څپې سره مخ و، دغه مهال افغان جاپان روغتون د کرونا مريضانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی و. کله چې دغه روغتون ته مراجعه پيل شوه، هلته نه سراپا معاينات وو، نه عاجله خونه وه، نه په کې د مريضانو فزيکي معاينات وو، نه په کې د مريضانو وېزېټونه او رونډونه وو، نه په کې نرسنګ پاملرنې وې او نه په کې د حياتي علامو چک کول وو، نه په کې د درملنې پروسيجر و، نه په کې د عاجلې خونې د مريضانو لپاره لابراتواري معاينات وو، او تر ټولو مهم دا چې هلته اصلاً د وخيمو مريضانو لپاره ICU نه وه او د مشکوکو وخيمو مريضانو لپاره HDU نه وه، نه په کې ريسېپشن و او نه په کې وېنېټېلېټرې فعالې وې.
ډاکټر اقبال عمري له همدې امله ومړ چې دوه ځل افغان جاپان روغتون ته يووړل شو او هر ځل د وېنټېلېټر، ICU د نافعالۍ له امله رخصتېده، په وروستي ځل چې ځواب شو نو په زجر يې ساه ورکړه او شهيد شو، ډاکټر يوسف خان اريوبي هم په ورته ډول د روغتون د خراب حالت له امله شهيد شو، روغتون نه و سم د پيريانو کور و، روغتيايي کارکوونکي ترې ويرېدل او قاطع اکثريت يې دندې پرېښې وې او کوم چې پاتې وو نو د هغوی حالت داسې و چې زما يو نزدې ملګري ته يې چې اوس هلته د مريضانو د تداوۍ په مديريت کې مصروف دی؛ ويلي وو چې ورځئ مريض مو له بام نه وغورځوئ...

د ايثار څو نمونې!
په دغسې يوه حالت کې چې هيڅوک نه حاضرېدل دغه روغتون له دې حالت نه راوباسي، ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو ځانونه په کورونو کې له ويرې قرنطين کړي وو، د افغانستان اسلامي طبي ټولنه "ايما" دې خطرناک ماموريت ته راوړاندې شوه.

د روغتون او کور فاصله!
دا د سر لوبه وه، سربازي وه، په دې ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو کې ډېر داسې دي چې بشپړ رمضان او اختر يې په روغتون کې تېر کړ، زما يو نزدې ملګری له اختر وروسته د کور وره پورې لاړه، دننه لاړ نه شو، له دروازې يې لرې ټول وکتل او بيا روغتون ته بېرته لاړ، تاسو د دغه ماسټرۍ په کچه کادر احساسات درک کړئ! د ده په زړه به څه تېرېدل؟ له مور، پلار، ورونو او خوېندو سره عاطفي او د مينې هغه ټولې رشتې يې زما او ستا لپاره پرېښي او دلته د مريضانو پر درملنه بوخت دی، د دې روغتيايي کادر د شپې اوښکې بيا يوازې خدای او د هغه د کوټې ملګري کتلې وې. دا هغه څوک دی چې په افغان جاپان روغتون کې يې لابراتوار فعال کړ، PCR ماشين او کېټونه يې ورته تدارک کړل او نن که په افغان جاپان روغتون کې لابراتواري معاينات شته نو دا د همدې ماسټر مايکروبيالوجېسټ ضياالرحمن حسن خېل د هڅو رنګ دی.

د يو ډاکټر قسم او انګېزه!
د روغتون مديريتي ټيم چې معرفي کېده، د ايما په رهبري بورډ کې بحث روان و، يو نظر دا و چې مونږ فقط محدوده تخنيکي مرسته وکړو او د روغتون مديريت وانخلو، زمونږ يو ملګری داسې هم و چې ويې ويل، والله چې ټوله ايما يو خوا ته شي، نو زه په يوازې ځان ورځم او دا روغتون په يوازې ځان له دې حالت نه راباسم. دغه د قاطع تصميم شخص زما او ستا په شان له غوښې جوړ و او په سينه کې يې له مينې ډک زړه هم درلود، د روغتون له مديريت څو ورځې مخکې يې ترور او کاکا مېرمن له کرونا وفات شوي هم وو، او د دوی په لويه کورنۍ کې د کرونا يوه لويه وېره راخوره وه، خو دی راميدان ته شو او ټولو ته يې روحيه ورکړه، دا ډاکټر حکيم الله صالح و چې خپل ټول کور يې په خدای وسپارلو او خپله د روغتون مديريت ته وړاندې شو.
يوه ورځ زه رياست ته ورغلم، له څوکۍ راجيګ شو، له ورايه مو ستړي مه شي وکړل، نور دا همداسې ولاړ پاتې و، وروسته مې ډاکټر سيد خالد راشد ته وويل چې حکيم الله خو به ما نه خفه نه و، راسره داسې بې وضعيته غوندې و، هغه وويل چې نه د روغتون پېچلي مديريت ته خفه و، وروسته بيا صالح راته وويل چې هره ورځ د چارواکو او زورورو سل يو نيم سل زنګونه او همدومره واټساپ مسېجونه راځي، چارواکي خپله هم راځي او سل نخرې کوي، دا نخرې او مديريت کول يې له هغو مديريتي فعاليتونو اضافه وو چې ډاکټر صالح بايد په روغتون کې ترسره کړي وای.
د روغتوني مديريت په ترڅ کې د روغتون په کرونا اخته شو، ډاکټر حکيم الله صالح نوموړې ناروغي کاله ته هم يووړه او ټوله کورنۍ له دې رنځه ډېره وکړېده، تر روغتيا پورې په کاله پاتې شو او کله چې ښه شو بېرته روغتون ته حاضر شو.

د يو مثالي ډاکټر سربازي!
په پيل کې د روغتون لپاره زمونږ يو ملګری د سرطبيب په توګه وټاکل شو، هغه د يو عذر له امله ونه شول کولای چې دندې ته حاضر شي، او ايما بايد په بيړني ډول وزارت ته نوم تقديم کړی وای، څو نومونه غوراوي ته وړاندې شول، په دوی کې يو ورزيده متخصص ته چې له تخصص سره په خوا کې پر انګېزې او ايماني روحيې سنبال و، زنګ ووهل شو، شپه وه، ورته وويل شول چې د روغتون سرطبابت ته ستاسو نوم غوره شوی، دا دنده له خطر سره ده، مرګ ورسره تړلی، کېدای شي ستا له امله ستا کورنۍ ته کرونا راشي... او بيا دې مخلص شخصيت په سهار ځواب راولېږه چې زه له دې ټولو خطرونو سره دا دنده د الله تعالی د رضا په خاطر قبلوم. ډاکټر جواد نورزی راغی او روغتون يې د معيارونو خوا ته روان کړ، روغتون کې که نن څومره تخنيکي پرمختياوې شته نو سرطبابت د دې ټولو چارو مخلصانه مشري کوي.
بالاخره ډاکټر جواد نورزی پر کرونا اخته شو، څو ورځې وروسته يې مونږ پوښتنې ته ورغلو، کله چې يې کاله ورسېدو، پلارجان يې له لرې راغی، ستړي مه شي مو وکړل، دومره په لوړ مورال و چې مونږ ټولو ته يې انګېزه راکوله، کله چې ډاکټر نورزی راکوز شو، ډاکټر محمد يوسف طيب ورته د وزارت د يوه مقام خبره وکړه چې ويلي يې وو؛ دا خلک جدا خلک دي، دوی په يوه بله انګېزه روغتون ته راغلي، دوی داسې دي لکه د مشن خلک، ډاکټر طيب وايي چې ما ورته وويل، چې دا خو د افغانستان اسلامي طبي ټولنې رضاکاران دي، او ريښتيا هم دوی د خلکو د خدمت مشن لري. د دې کيسې په مقابل کې ډاکټر نورزي وويل چې زمونږ د ټولو نيتونه د الله تعالی لپاره دي، د چا صفت او غيبت به زمونږ په کارونو هيڅ تاثير ونه کړي. ما ته د دغه ستر انسان پر غايه رخه راغله او پرې ومې وياړل.
البته له دغه مديريتي ټيم سره د ايما مشرتابه او غړي په بشپړ حمايتي او رهبري نقش کې دي، له همغه لومړۍ ورځې د ايما مشر ډاکټر سيد خالد راشد، او د ايما تخصصي کادرونه لکه ډاکټر محبوب الله شفيق او نور متخصصين وخت په وخت او د اړتيا له مخې نوموړي روغتون ته ورځي او د خپلو هېوادوالو په درد پټۍ ږدي.

تر دې دمه لاسته راوړنې!
د نوي مديريتي ټيم په تګ سره د کويډ۱۹ درملنې په موخه يوه معياري طرحه پلان شوه، ICU فعال کړای شو، وېنټېلېټرې فعالې کړای شوې، وارډونه جوړ شول، HDU جوړ شو، ايکو مشينونه نصب کړای شول، د روغتيايي کارکوونکو شفټ او کاري سېسټم رامنځته شو، روغتون پر زرغونې، زېړې او سرې ساحې وويشل شو، عاجلې خونې جوړې شوې، ريسيپشن يا هرکلي کابينونه جوړ شول، د اکسېجن مرکزي سېسټم ايجاد کړای شو. د کرونا لابراتواري خدمتونو پيل شول، نوې Portable اېکسرې او ABG ماشينونه تدارک شول. منظم وېزېټونه پلان شول، پخوا به چې مريض نه معاينه او نه منل کېده اوس هلته له مريض څخه په منظم ډول تاريخچه اخېستل کېږي، معاينه کېږي فزيکي وضعيت يې کتل کېږي، د مريض د حالت په نظر کې نيولو سره په بېلابېلو وارډونو کې داخل بستر کېږي او درملنه يې کېږي او دا معاينه او درملنه په هر وېزېټ کې په منظم ډول بيا کتل کېږي.

ستونزې او ننګونې!
دا طبيعي ده چې چرته کار وي هلته نيمګړتياوې وي، هغه څه چې د کاغذ پر مخ پلان کېږي له زمکنيو واقعيتونو سره واټن لري، د ايما رضاکار ټيم چې کار پيل کړ له څو عمده ستونزو سره مخ شول:

د کارکوونکو کمی!
په روغتون کې له همغه لومړيه د کارکوونکو کمی موجود و، په پيل کې خو دا ستونزه ډېره زياته وه، په ځانګړي ډول د وارډونو، ICU او نرسنګ په برخه کې دا کمی محسوس و، دا چې اکثره متخصصين، مجرب ډاکټران او نرسان د کرونا له وبا ويرېږي او دا چې دوی بايد په دغسې بحران کې په رضاکار ډول راغلي وای او دلته يې خدمتونه کړي وای، برعکس دوی په کورونو پاتې شول او ټول وخت يې خپلو معاينه خانو ته ورکړ. روغتون اړ و چې د کرونا روغتيايي خدمتونو د عرضې لپاره د استخدام پروسه چټکه کړي، څو ځل ازموينې واخېستل شوې، څو ځل روغتيايي کارکوونکي و ګمارل شول او په ځلونو هغوی د کار تاب رانه وړ او دندې يې پرېښودې. کله چې مياشت مخکې د عامې روغتيا مخکيني وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز افغان جاپان روغتون ته لاړ هلته يې رسنيو ته وويل چې:
(افغان جاپان روغتون شل متخصصينو او ۴۰ نرسانو ته اړتيا لري، هر څوک چې داوطلب وي، وړتيا يې ولري د افغان جاپان روغتون دروازې يې پر مخ خلاصې دي، هغه وويل چې له يو شمېر رسنيو مې واورېدل او ومې لوستل چې ګواکې دې شفاخانه کې يو شمېر خلک په واسطه مقررېږي؛ مونږ خو په زور افراد راوړو او تښتېږي! ای کاشکې چې داسې واسطه يي کاکه موجود وای چې توظيف کړي مو وای!)
په هر صورت افغان جاپان روغتون د کارکوونکو له کمبود او په ځېنو مواردو کې د تازه فارغينو له ستونزې سره مخ دی، او دا د عامې روغتيا وزارت دنده ده چې نوموړي روغتون ته کارکوونکي پر وخت وګماري، دې لپاره ټاکل شوې ده چې د عامې روغتيا وزارت بشري منابعو رياست به د افغان جاپان روغتون په غوښتنه د استخدام يوه دوامداره پروسه په کار اچوي.
دلته د دې خبرې سپيناوی په کار دی چې افغان جاپان روغتون د ايما روغتون نه دی، دا يو دولتي روغتون دی،د روغتون ټول کارکوونکي د ايما غړي نه دي، هلته د ايما محدود رضاکار کادرونه مصروف دي او ايما په دغه لوی وبايي ناورين کې يوازې رضاکاره همکاري کوي.

د اکسېجن کمښت!
د کرونا ناروغۍ په درملنه کې اکسېجن يو ډېر لومړنی او اساسي ضرورت دی، که اکسېجن نه وي، معنا دا چې وخيم ناروغان په ډېره اسانه د مرګ کومي ته سپارل کېږي، دې لپاره اړينه وه چې افغانستان د اکسېجن د توليد لوی لوی ماشينونه درلودلی، او لږ تر لږه د اکسېجن په برخه کې زمونږ روغتونونه پر ځان بسيا وای. له بلې خوا داسې انګېرل کېږي چې د اکسېجن اکمالوونکي شرکتونه اکسېجن احتکاروي او دا د دولت دنده ده چې د دغسې احتکار پلټنه وکړي، که چېرته احتکار موجود وي نو بايد مخه يې ونيول شي. د اکسېجن د کمښت دغه ستونزه د جمهوري رياست د چارو د ادارې له عمومي رئيس سره په ملاقات کې د ايما رهبري پلاوي شريکه کړه، هيله ده چې ژر ورته حل لاره پيدا شي.

د روغتون بستري ظرفيت!
د کابل مجموعي نفوس له ۵ ميليونو اوړي او دومره لوی نفوس لپاره په کابل کې يوازې دوه روغتونونه ځانګړي شوي؛ افغان جاپان او جناح روغتونونه.
افغان جاپان روغتون د سلو بسترونو ظرفيت لري، خو کله چې هلته څلورسوه او پنځه سوه د بستر وړ مريضان مراجعه کوي، د روغتون اداره څه وکړي؟ طبيعي ده چې نه د روغتون اداره د دومره بسترونو د مديريت وس لري او نه دومره روغتيايي پرسونل لري چې د مريضانو پالنه پرې وکړي. دا د دولت دنده ده چې د نفوس او مريضانو په تناسب د کرونا ناروغانو لپاره مناسب روغتونونه تدارک او فعال کړي.

له ډاکټرانو د معجزو تمه!
په دا منځ کې چې کله بيا يو شمېر مريضداران له خپلو مريضانو سره راشي، هغوی سره فوق العاده ښه وضعيت وشي، مريضان يې له روغتوني مراقبتونو سره بستر شي، د رغېدو بشپړ کوښښ يې وشي، خو کله چې له دې ټولو خواريو سره کوم مريض وفات شي، مريضدار بيا د خپل مريض مړی په ځای پرېږدي او مغرضانه، دروغجن او بې ثبوته پروپاګند ته کش ورکړي.
هيڅکله بايد له ډاکټر څخه د خدای (نعوذ باالله) توقع ونه شي، ډاکټر مړي نه شي ژوندي کولای او هغه مريضان چې ډېر وخيم وي؛ هغوی په همغه پرمختللې امريکا او اروپا کې هم د مرګ له کومي نه راستنېږي. له بده مرغه هغوی چې ځانونو ته ډېر پوهان وايي هم داسې توقع کوي چې د روغتون ټول ډاکټران، نرسان او ټوله اداره دې يوازې د ده له مريض څخه چاپېر شي؛ خير که نور مريضان مري، او چې کله له ټولو مراقبتونو سره مريض وفات شي نو بيا قيامت راښکته کوي چې زما مريض ولې مړ شو.
دا ښه خبره ده چې اکثريت مريضداران دغسې نه دي، مغرضين د ګوتو په شمېر دي او هغه د ننګرهار والي صاحب په قول د هاها والا دي.

د روغتون داخلي ستونزې!
د ايما مديريتي ټيم چې له کومې ورځې کار پيل کړ، له همغې ورځې هلته يو شمېر مخکينيو روغتيايي کارکوونکو چې مخکې يې د فلج روغتون له بېکارۍ مزې اخېستې، د نوي مديريتي ټيم په راتګ سره يې په طبيعي ډول له بوختيا سره مقاومت پيل کړ، دا مقاومت څه څرګند او څه پټ و، په هغه لومړيو ورځو کې کله چې روغتون لا هم ډېر ابتدايي فعال شوی و، د رضاکارو فعاليتونو مشر ډاکټر سيد خالد راشدد د روغتون د وارډونو کتنه کوله، ويې ليدل چې يو مريض وېنټېلېټر او جدي څارنې ته اړتيا لري، پر مربوطه متخصص يې غږ کړ چې راشي او د مريض مراقبت وکړي او دا چې تر اوسه يې نوموړی وخيم ناروغ ولې په دغسې حالت پرېښی، هغه متخصص بيا هم رانغی او په دې ډول ورته وويل شول چې نور دا د کار ځای دی، که کار کولای شئ ښه تر ښه که نه، نه به خپل وخت ضايع کوئ او نه به د روغتون وخت او په دې ډول هغه متخصص بېکارۍ ته پر کار ترجېح ورکړه.
کله چې نوي مديريتي ټيم په کار پيل وکړ، داسې به هم پېښېدل چې يو شمېر پخوانيو کارکوونکو به د عقدې له مخې مشين خراب کړ تر څو مريض وخامت ته لاړ شي، کله به يې د اکسېجن شرکت ته په نيمه شپه زنګ وواهه چې اکسېجن مه راوړئ اړتيا ورته نه شته، کله به يې د مړ شوي ناروغ واراثانو ته ويل چې مريض يې درته قصداً مړ کړی، کله به يې د مړي وارثانو ته ويل چې دلته د مړي په سر ۵ زره ډالر ورکول کېږي، کله به يې ورته ويل چې تاسو د خپل مړي د پيسو غوښتنه وکړئ او دېته ورته بلا نورې کېسې دي چې يوازې د روغتون مديريتي ټيم پرې پوهېږي او دا چې څومره يې ورسره د زړه وينې خوړلي او دا هر څه يې زغملي.

تنقيد د هر چا حق دی!
د افغان جاپان روغتون مديريت د داسې يو ټيم په لاس کې دی چې هغوی د تنقيد پر ازادۍ او د مشورو پر فرهنګ عقيده لري، هغوی چې رغنيز وړانديزونه، تنقيدونه او مشورې لري د ايما رهبري هيئت او د روغتون مديريتي ټيم ورته تل غوږ ږدي او مني يې.
منتقدين په کټګوريو ويشل شوي دي، يو شمېر يې په ټول اخلاص او مسلکي بنيه نقد کوي او دغه نقد ځای هم نيسي. يو شمېر بيا داسې دي چې هغوی سليقوي او نظرياتي بوغمې لري، او دوی دا بوغمې په غير مسلکي او دروغجنو تبليغاتو وباسي. ډېره په زړه پورې ده چې پرته له دې چې ثبوت ولري تش منځې ادعا ګانې کوي، کله وايي چې دوه لېشتې ځای يې جوړ کړی او وايي چې ۲۵ ميليونه افغانۍ مصرف مو پرې کړی، دا خوار په دې هم خبر نه وي چې ودانيزې چارې د روغتون اداره نه ترسره کوي، نه يې قرارداد کوي او نه يې پروپوزل ليکي، بلکه دا هر څه د ملي پراختيا ادارې چټک فعاليتونه دي، او هغوی د خپلو فعاليتونو په اړه خپلو چارواکو ته مسئول دي. که مثلاً دې ادارې افغان جاپان روغتون ته عاجل وارډ، د مريضانو هرکلي کابينونه، سړکونه او نورې ودانيزې چارې په دغسې سرعت نه وای ترسره کړی نو اوس به عاجل مريضان په خاورو کې پراته وای او د مريضانو د هرکلي لپاره به کوم ځای نه وای، د مړي د غسل لپاره به ځای نه وای...
دا منتقدين د خپلو دروغ نامو لپاره هيڅ ثبوت نه شي وړاندې کولی او يوازې تشې بګتۍ ولي، هر څومره چې ورڅخه وغواړې چې د خپلو تورونو لپاره کوم ثبوت وړاندې کړه، وايي به چې ډېر زر به يې وړاندې کړم، خو دا ډېر زر يې له يوې بلې ورځې ته غځېږي، ثبوتونه ځنډېږي او هره ورځ د دروغو يوه يوه کيسه اضافه کېږي..

د پای خبره!
ايما په يوه ملي او اسلامي انګېزه او رضاکار بنياد افغان جاپان روغتون ته ورغلی، روغتون ډېرې پرمختياوې لري او دې لپاره اړينه ده چې اوسنی افغان جاپان د پيل له افغان جاپان سره پرتله شي.
ستونزې شته، خو اوسنی بحران د دې غوښتنه کوي چې د ستونزو په حل کې ټول وګړي او لوري پرته له هر راز سليقوي او فکري اختلافونو مرسته وکړي... د دې پر ځای چې عنادي او نظرياتي چلند وشي؛ بايد انساني چلند وشي.
که همدا نن د ايما رضاکارانو د روغتون دا مديريت پرېښود، روغتون به بېرته لومړي حالت ته ستون شي. خو ايما به هيڅکله داسې ونه کړي د چا په مغرضانه تنقيد به دا ميدان پرېنږدي او هر شر ته به څپېړې ورکړي، ايما به د حسودو نيوکمارانو په منځ کې لکه اوبه لار کوي او د خپلو هېوادوالو د خدمت وروستي حد ته به رسېږي.
هر کله چې د ايما مديريتي ټيم په افغان جاپان روغتون کې خپل ماموريت پای ته رسوي، د يوې يوې پيسې او يو يو فعاليت ځواب به ورکوي او په دې برخه کې به د شفافيت ريکارډ دروي.