• مجموعي کتنې: 144869

له کرونا سره د مبارزې ملي اتحاد؛ يو ماډل!

549 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

له کرونا سره د مبارزې ملي اتحاد؛ يو ماډل!

وحيدالله مصلح
د کرونا وبا په همغه لومړيو کې د افغانستان اسلامي طبي ټولنې "ايما" اجرائيه بورډ د کرونا وبا په وړاندې د ايما د تدابيرو او فعاليتونو ټاکلو په لړ کې پرېکړه وکړه؛ دا چې کرونا وبا يوه هر اړخيز او ملي ناورين دی نو دې لپاره اړينه ده چې پر يوه ملي فورم سره راټول شو، د ملي فورم جوړولو لپاره طرحه تياره شوه او بله ورځ په الحيات روغتون کې د مجمع علمی علما افغانستان، احساس خيريه بنسټ، نهاد جوانان مسلمان "نجم"، افغانستان اسلامي طبي ټولنې "ايما" او جمعيت اصلاح په شمول يو ګډ مجلس راوغوښتل شو او پرېکړه وشوه چې له کرونا سره د مقابلې په خاطر به هڅې په ګډ فورم کې منسجموو. دغه فورم د "کرونا سره د مبارزې ملي اتحاد يا Nafcovid19" ونومول شو.
په پيل کې د دې اتحاد مشري ايما واخېسته خو دا چې کارونه خورا پېچلي وو لږ وروسته نوموړي اتحاد ته جمعيت اصلاح له خپلې اصلي بدنې سره شامل شو او په يوه مجلس کې د کرونا سره مبارزې ملي اتحاد مشري جمعيت اصلاح ته وسپارل شوه او اجرائيه رياست يې له ايما سره پاتې شو، د جمعيت اصلاح رئيس استاد دوکتور عبدالصبور فخري د نوموړي اتحاد رئيس شو او د ايما رئيس ډاکټر سيد خالد راشد د نوموړي اتحاد اجرائيه رئيس په توګه وټاکل شو. نورو شاملو څانګو خپل خپل مسئوليتونه حفظ کړل. په دغه اتحاد کې له پورته يادو شويو ټولنو پرته د افغانستان نسايي ولادي ټولنه، د افغانستان د فاميلی طب ټولنه، د سټراټيژيکو او سيمه ايزو څېړنو مرکز CSRS او اصلاح رسنيز ګروپ هم شامل دي.

د ملي اتحاد فعاليتونه!
د دې اتحاد تر چتر لاندې ګڼ فعاليتونه تر سره شول، کرونا اړوند متنوع روغتيايي پیغامونه، بروشرونه او پوسټرونه چاپ او نشر شول، نوموړي معلومات په اجتماعي رسنيو کې هم په پراخه ډول خپاره شول، د عامه پوهاوي په برخه کې د دې اتحاد فعاليتونه ډېر څرګند، پراخه او په کلاسيکو او عصري لارو خپرېدل. په دې ډول د عامه پوهاوي دې فعاليتونو د رسنيو هغه ناغېړۍ ته يو يو ځواب و چې ځېنو يې يوازې شوړو ته ليدل او دې لوی ملي مسئوليت ته يې نه ليدل.
د دې ټولو معلوماتو او روغتيايي پيغامونو د رسولو په خاطر د ايما او په اتحاد کې د نورو شاملو څانګو فعالو اجتماعي رسنيو لويه ونډه درلوده او په څنګ کې يې د Nafcovid19 لپاره جلا د فېسوک فعاله صفحه جوړه شوه چې د اتحاد هر فعاليت هلته منعکس کېږي.
اتحاد د همغږۍ په برخه له بېلابېلو جهتونو سره د هڅو د همغږۍ مجلسونه ونيول، په دوی کې د عامې روغتيا وزارت، د حج او اوقافو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ملي پراختيا شرکت، کار او اجتماعي امورو وزارت، کابل ښاروالي او سياسي جهتونه شامل دي.
له کرونا سره د مبارزې دغه اتحاد يوازې په کابل کې نه بلکه په ولاياتو کې هم فعال دی، په هرات، ننګرهار او نورو ولايتونو کې عملاً دغه ماډل د يوې خورا مهمې او مؤثرې تجربې په توګه مطالعه کېدای شي.
لاندې به د نوموړي ملي اتحاد د بېلابېلو شاملو جهتونو منسجم او د هدف په لور فوکس فعاليتونه ياد شي:

د علماو علمي مجمع!
په دې اتحاد کې د علماو بخش له کرونا سره د مبارزې په لار کې ديني لارښوونې تعريف کړې او فتوا ګانې او شرعي حکمونه يې ورکړل، د علماو علمي مجمع نقش خورا مهم و او په دې برخه شيخ القرآن مولانا عبدالصبور صاحب د ملي اتحاد له تاسيسي مجلس څخه نيولې تر دې دمه نوموړي اتحاد ته علمي حمايه ورکړې.
په دې برخه کې د مسلمانو عالمانو د نړيوالې شورا د عمومي منشي دوکتور محي الدين قره داغي کرونا اړوند جامع شرعي فتوا پښتو او دري ته ترجمه شوه، ورپسې استاد دوکتور فضل الهادي وزين له کرونا وبا سره فقهي تعامل وليکلو، د فتواګانو وروستۍ هغه يې د استاد دوکتور مصباح الله عبدالباقي فتوا وه چې د مسجدونو پر ځای په کورونو کې د لمونځونو کولو او له نورو تجمعاتو د ځان ساتنې په اړه وه. د استاد دوکتور عمر عماد فتوا هم په پراخه ډول نشر شوه نوموړي د کرونا وبا له امله په کورونو کې د مانځه شرعي تفصيل ليکلی وو. نوموړې لارښوونې او فتواګانې د دغه ملي اتحاد له رسنيزو کانالونو پرته له نورو بېلابېلو رسنيزو کانالونو هم په پراخه ډول شريکې شوې.

د افغانستان اسلامي طبي ټولنه "ايما"!
د افغانستان اسلامي طبي ټولنې "ايما" د عامه پوهاوي پيغامونه او بروشرونه په پراخه ډول شريک کړل، خطيبانو ته يې د روغتيايي پيغامونو خطبې برابرې کړې، په کابل او نورو لويو ښارونو کې د ايما اړوند ډاکټران لويو مسجدونو ته لاړل او روغتيايي خطبې يې ورکړې، د روغتيايي پيغامونو واړه کتابونه يې چاپ کړل، بېلابېل لاروښودونه جوړ شول، مثلاً د رواني مرستو لارښود، د مړي د تکفين او تدفين لارښود، د کورونو د ضد عفوني کولو لارښود، د ضد عفوني محلول جوړولو لارښود او دېته ورته نور لارښودونه او په ملي اتحاد کې يې له کرونا سره د مبارزې طبي او علمي برخه يې په هراړخيزه توګه رهبري کړه.
"ايما" په عملي ډول د هغه مهال د کرونا وبا په وړاندې يوازيني افغان جاپان روغتون ته مديريتي او رضاکار ټيمونه ورکړل، ايما افغان جاپان روغتون د يو ناسم حالت څخه يو فعال او منظم حالت ته بدل کړ، دا مهال هلته فعاله ICU يا د جدي مراقبتونو خونه، HDU يا د شديدو ناروغانو مراقبت خونه، مشکوک وارډونه، مثبت وارډونه، د ډاکټرانو او متخصصينونو منظم وېزېټونه، فعال نرسنګ خدمتونه، ريسيپشن يا د هرکلي خونه، په ICU کې د اکسېجن مرکزي سېسټم او فعال لابراتواري خدمتونه چې په دې کې د کرونا PCR معايناتو برسېره ۳۰ نور ضروري لابراتواري معاينات تر سره کېږي، موجود دي. له دې پرته هلته د ظرفيت لوړونې ټرېننګونه هم تر سره کېږي، هلته بوختو صحي کارکوونکو او ډاکټرانو ته منظمه ليليه ايجاد شوې، او د روغتون ټولې چارې سېسټماټيکې او منظمې شوي دي.
دا ټول فعاليتونه د يوې انګېزې پر اساس شوي، ايما خپل ټول فعاليتونه په رضاکار ډول او د اسلامي او ملي موخو په رڼا کې تر سره کوي، له همدې امله د ايما غړي رضاکاره جذبه لري او اعضا يې داسې مهال د کرونا وبا په وړاندې ميدان ته کېوتل چې د کرونا وبا لويه وېره او وهم په ټولنه کې حاکم و، هغه مهال د کرونا د تداوۍ روغتون ته تګ يقيني مرګ ته غاړې واته وو.
دلته بايد دا يادونه هم وشي چې د افغانستان نسايي ولادي ټولنه او د افغانستان د فاميلي طب ټولنه دواړه د کرونا سره د مبارزې د ملي اتحاد د فعالو غړو په توګه په هر فعاليت او هر فورم کې حضور لرلی او په خپل شتون سره يې دا اتحاد لا پسې ملي کړی دی.

احساس خيريه بنسټ!
احساس خيريه بنسټ په عملي ډول له کرونا څخه د متضرر شويو کورنيو سره د مرستو يو افغانستان شمول پلان جوړ کړ، دغه پلان په ډېر منظم او سېسټماټيک ډول عملي کېږي، د هېواد له خير شخصيتونو څخه مرستې راټولېږي او بيا په بشپړ شفافيت او عدالت پر زيانمنو شويو ويشل کېږي.
احساس خيريه بنسټ د روژې تر پايه د دوه قرنطيني مياشتو په جريان کې د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې لس زره کورنيو ته مياشتينۍ د خوراکي توکو بستې وويشلې، چې د مرستو په هره بسته کې اوړه، وريجي، غوړي، لوبيا، نخود، بوره او چای شامل وو، له خوراکي موادو سربيره ډېرو کورنيو ته روغتيايي وقايوي بستې هم ويشل شوي دي، په دغو بستو کې صابون، ماسکونه او دستکشې شاملې وې.
له دې سره په څنګ کې يې د کابل د بېلابېلو روغتونونو ۱۵۰۰ پايوزانو ته پخه ډوډۍ او روژه ماتی ویشلی او د اختر د رارسېدو له امله يې ۲۰۰۰ يتيمانو انجونو او هلکانو ته د اختر کالي او نغدې پيسې ډالۍ کړي. د احساس خيريه بنسټ په دغه پروسه کې تر ۵۰۰۰ رضاکاران بوخت وو.
احساس خيريه بنسټ تر روژې وروسته د کرونا پر ضد د اړمنو د لاسنيوي بله لويه برنامه په لار اچولې، داسې چې په انګلستان کې راجستر دېرش افغاني ټولنې او خير شخصيتونه چې له خپل هېواد او خلکو سره د ايمان، وطن او مينې ژوره اړيکه او عاطفه لري، تابيا نيولې چې د ACERA یا د افغانستان کويډ ۱۹ اضطراري برنامه تر عنوان لاندې د يو ميليون پونډو مرستې راټولې کړي او دلته يې پر زرګونو اړمنو افغاني کورنيو وويشي، د مرستو دغه وېش به احساس خيريه بنسټ د خپلو تر ۵۰۰۰ ډېرو رضاکارو په واسطه ترسره کوي، دغه برنامه عملاً له کاپيسا او غور ولايتونو څخه پيل شوې او لړۍ به يې ټول هېواد ته ورسېږي، احساس خيريه بنسټه د افغانستان له اقتصاد وزارت سره ثبت او راجستر دی.
د مرستو ټولول او په شفافيت ويشل يو لوی ديني او ملي مسئوليت دی، له نېکه مرغه له يوې خوا احساس خيريه بنسټ په دې برخه کې ډېر لوی ظرفيت او پوټانشيل لري له بلې خوا ولس او خير شخصيتونه پر احساس خيريه ټولنې د يوه معتبر، شفاف او عادل بنسټ په توګه اعتبار لري او له دې لارې خپلې مرستې په ډېره اسانه تر اړمنو رسوي.

د مسلمانو ځوانانو بنسټ "نجم"!
د مسلمانو ځوانانو بنسټ "نجم" په يوه پراخه ميداني مبارزه کې بوخت دی، يو ځای کې به ګورې چې د نجم ځوانان پر عامه پوهاوي بوخت دي، خلکو ته روغتيايي سپارښتنې او پيغامونه رسوي، بل ځای کې به ګورې چې دوی د مسجدونو، عامه ځايونو، د ګڼې ګوڼې موقعيتونو پر ضد عفوني فعاليتونو بوخت دي، بل ځای کې به ګورې چې دوی له ښارواليو سره په ګډه همکارۍ کې د کرونايي تنظيف او ضد عفوني لوی لوی فعاليتونه په لار اچولي، بل ځای کې به ګورې چې دوی پر اړمنو د احساس مرستې يا ويشي او يا راټولوي، د ميداني کار دغه بې ريا ځوانان په روانه وبا کې د افغانستان دمهذب او ژمن ځوان نسل تصوير وړاندې کوي.

د سټراټيژيکو او سيمه ايزو څېړنو مرکز CSRS!
نوموړی مرکز د ملي اتحاد يو فعال شامل غړی دی، مرکز د کرونا وبا په اړه بېلابېل تحليلونه ليکلي او له لوی اکاډيميک پوښښ سره يې پراخه شريک کړي دي.
سټراټيژيک مرکز د کرونا وبا په اړه څو ځل د اړونده پوهانو او اکاډيميکو شخصيتونو تر منځ انلاين ژوندي کنفرانسونه داير کړي، په لومړي کنفرانس کې د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې ملي اتحاد اجرائيه رئيس ډاکټر سيد خالد راشد له کرونا سره په مبارزه کې د افغانستان غبرګون په اړه موضوع تقديم کړې وه چې د افغانستان نه پرته د انګلستان، امريکا او اروپا مېشتو افغانانو په کې مرتبط بحث وکړ، د مرکز بله برنامه د تر کرونا وروسته افغانستان سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت باندې راڅرخېده، په دې برخه کې له امريکا څخه اجمل جلال او له افغانستان څخه بسم الله ذکي او وحيدالله مصلح اړونده موضوع ګانې وړاندې کړې او پر يادو موضوعګانو پراخه بحثونه وشول، د مرکز د انلاين کنفرانسونو دغه لړۍ دوام لري او له زووم آپس پرته پر فېسبوک پاڼو هم ډېر ګډونوال او تعقيبوونکي لري.
نوموړي مرکز د کرونا وبا په اړه مهمه او هر اړخيزه پاليسي ليکنه هم ترتيب کړه او بيا يې د پاليسيو او تصميم نيوونکو مهمو مراجعو سره شريکه کړه. دا ټول فعاليتونه دوام لري او په پاليسي برخه کې د ملي اتحاد ډېره مهمه برخه تشکيلوي.

رسنيز پوښښونه!
د کرونا سره د مبارزې ملي اتحاد تر دې دمه په کابل او هرات کې مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړي او له دې لارې يې خپل فعاليتونه او د کرونا وبا په اړه ملي وړانديزونه او روغتيايي مهم پيغامونه شريک کړي، د ملي اتحاد فعالو اعضاو له تلويزيونو او راديو يي رسنيو سره ژوندۍ مرکې کړي او د کرونا وبا پر ضد مقالې او ليکنې خپرې شوي.
د دغه اتحاد هر فعاليت د اتحاد له رسمي فېسبوک پاڼو او اجتماعي رسنيو پرته د جمعيت اصلاح په فېسبوک پاڼې او د ايما او احساس خيريه بنسټ په رسمي اجتماعي رسنيو کې هم خپاره شوي دي، له دې سره په څنګ کې اصلاح رسنيز ګروپ او هلال تلوېزيون د ملي اتحاد فعاليتونه په لوړه کچه خپاره کړي دي او په دې ډول يې نه يوازې د ملي اتحاد فعاليتونو او معلوماتو ته د عام ولس لاسرسی برابر کړی بلکه په عامه اګاهۍ کې دې رسنيو خورا پياوړی کردار ادا کړی.