وحيدالله مصلح
د نن ورځ ټاکنيز
جوړجاړى دواړو غاړو ته مهم و، عبدالله عبدالله بايد په وروستۍ دقيقه کې تر چنو
وروسته په نهايي برخې توافق کړى واى، که داسې ونه کړي بحران يې يو زيان او له دې
پرته به عبدالله په طبيعي ډول د حکومتولۍ له سېسټم نه هم ووځي، په داسې حال کې چې
د افغانستان ډيموکراسي فرد محوره ده او ګوندونه نقش په کې نه لري نو اپوزېسيون په
کې بې معنا دى، په دې ډول به عبدالله د راتلونکو څو کلونو لپاره د خپل سياسي محور
لپاره نه په حکومت کې او نه په اپوزېسيون کې مؤثر ځاى ولري.
محمد اشرف غني لپاره
جوړجاړى په دې ډېر مهم دى، چې تر دوه لوړو وروسته افغان دولت د حکومتولۍ بحران او
کړکېچ ته ننوځي، نړيوال اعتبار خورا راغورځېږي او په داسې حال کې چې د سولې د بين
الافغاني خبراترو مهال دى په دغسې وخت کې دا کړکېچونه په خبرو اترو کې د افغان
حکومت مشروعيت بد ننګوي، دا بحران نه د غني په ګټه دى، نه د عبدالله او نه د ملت.
دغسې يو په شلو لارو
تللی کابل او په ناندريو کې زبېښلی حکومت به په کومې ملي اجماع سره کومه ارزښتي
اجنډا په بين الافغاني خبرو اترو کې تعقيب او ننګه ترې وکړي؟ او دوى به په دې بې
اتفاقۍ کې له متفقو طالبانو سره د سولې بحث تر کوم منزله ورسوي؟
کېداى شي دغسې کړکېچ
بهرنيانو ډيزاين کړى وي، راتلونکې بيرونۍ ګټې دغسې ټکني او له شخړو ډک حکومت ته
اړتيا لري.
يادونه:
نوموړی يادښت په مارچ ۲۰۲۰ کې ليکل شوی و.
لیکوال او تحلیلګر
وحیدالله مصلح د ننګرهار ولایت، روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی له ننګرهار طب پوهنځي څخه په ۱۳۸۴ ل کال کې فارغ شوی دی.