• مجموعي کتنې: 145107

ارګ او رحماني؛ د ولسي جرګې شخړه!

346 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

ارګ او رحماني؛ د ولسي جرګې شخړه!

ويل کېږي چې ارګ غوښتل د ولسي جرګې مشري بلې مرحلې ته لاړه شي، په دې مرحله کې د دوی له انده اصولي د اتمر د ډلې سړی و او رحماني يې هم د پرې نه و، که تاسو د ډېر شمېر وکيلانو سپينو او باطلو رايو ته وګورئ، ويل کېږي هغوی ته له ځانګړو کانالونو ويل شوي و چې رايې سپينې او باطلې کړي. د دوی ګومان همدا و چې پروسه به دويم دور ته لاړه شي او هلته به بيا د ارګ په خوښه کانديد بريالی کېده.
تاسو هغه فېسبوکي ادرسونه تعقيب کړئ کوم چې د ارګ په مدحو مشهور دي، د ولسي جرګې مشرۍ ته د کانديدۍ او ټاکنو له پيله يې د اصولي پله سپکوله او د رحماني يې هم بده ويله.
دا نن که تاسو متوجه شوي وئ هلته ډېر وکيلان معترض دي، دا په همدې خاطر چې دا نقشه له پلان سره سمه تطبيق نه شوه، اوس ارګ مجبور دی چې يا معترضين حمايه کړي تر څو دويم دور ټاکنې وشي او يا رحماني سره جوړجاړی وکړي.
په دا منځ کې هغه وګړي چې د دومره ناورينونو او بحرانونو په شر کې اوس هم تباري او قومي غږېږي هغوی د دې وطن د بقا داخلي خوړونکي دي، دوی په رضاکار ډول د انګرېزانو ميرصادقان او مير جعفران دي.
دا وطن د ټولو ګډ وطن دی، که دلته د ارګ مشر بلوچ راځي او که پښتون، تاجک او يا ازبک او بل قوم او که دلته د ولسي جرګې مشر د هر قام نه راځي، هغه بايد د هېواد او ملت ګټو ته ژمن وي، هغه بايد د ګاونډيانو، منطقې او نړۍ ځری او د ګټو پالونکی نه وي، نه د دايران او پاکستان او نه د روسيې، چين او هندوستان او نه د امريکا، ناټو او غرب... خو دغسې وګړي بايد د سياسي معاملو پر سياست پوه وي او د ملي ګټو لپاره پر جوړجاړي اګاه وي.
يو ريښتيني افغان لپاره بايد دا مهمه نه وي چې د ولسي جرګې مشري پښتون وګټي او که تاجيک؟ مهمه بايد دا وي چې دا کانديدان د کوم خط پيروان دي، د دوی خط د دې وطن په ودانۍ او ورانۍ کې څومره د مزلونو لار وه، دوی زمونږ د ملت له ارزښتونو سره په کوم حد کې دي، دوی د چا د ګټو پالونکي دي، او دوی په راتلونکي کې څرنګه افغانستان غواړي؟

يادونه:
نوموړې ليکنه په مۍ ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.