وحيدالله مصلح
د لويو ملي پرېکړو لپاره اړينه ده چې يو شفاف پارلمان موجود وي، له بده مرغه دا نيم کال واوښت خو د پارلمان د ټاکنو پايلې غيب دي، تېره اونۍ د يوې ورځې په اوږدو کې د ترکيې ښارواليو ټاکنې وشوې او تر نيمې شپې يې لومړنۍ پايلې اعلان شوې. خو زمونږ د ټاکنو پايلې هر ځل په مياشتو ځنډېږي او دا ځل خو يې بېخي د بسوګۍ واده ترې جوړ کړى.
ناشفافه ټاکنې؛ ولې؟
زمونږ په هېواد کې ټاکنې په لوى لاس دغسې په شرمونو شرمېږي، که نه د تېرو اتلسو کلونو هغسې پرېمانه ډالرو کې د ټاکنو ډېره عصري ټيکنالوژي او سېسټمونه دلته نصبېدلاى شول، خو ولې داسې نه کېږي؟ ځکه چې په ګډوډۍ او خودساخته يغيستان کې بيا د ټاکنو او ولسواکۍ تر نامه لاندې د بهرنيانو فکري خپلوان واک ته رسېږي، که سېسټمونه شفاف او عصري شي نو بيا خو واک د ملت له ارادې تشکيلېږي او د ملت اراده هغه لوى مورد دى چې غرب يې هيڅکله په اسلامي هېوادونو کې نه غواړي.
د سرکار لويه جرګه!
کله چې مونږ د ملت په ريښتينې رايه رامنځته شوى پياوړى پارلمان ولرو نو بيا لويې جرګې ته صبر دى، لويه جرګه د تاريخ برخه ده او دا په ماضي کې زمونږ د ولسونو د ګډ کار او ولسواکۍ يولوى ثبوت دى. خو لويه جرګه د نننيو شرايطو او معيارونو سره سر نه خوري، په تېرو جګړه ييزو لسيزو کې چې هر ځل لويه جرګه راغوښتل شوې نو د حاکمې واکمنې حلقې په ذوق او غوراوي کې تراشل شوې او پاى يې همغه څه تصويب کړي کوم خطونه چې واکمن ورته کاږلي. همدا لامل دى چې لويه جرګه اوس د خلکو په منځ کې هغه پخوانى او تاريخي حيثيت او شان نه لري... د لويې جرګې د غړيو د ټاکلو لپاره عملاً هيڅ ولسواکيز ميکانېزم او شفاف سېسټم شتون نه لري، بس سرکار يو څو سوه نفر د لويې جرګې خېمې ته راولي او لوى ملي بحثونه يې مخ ته کېږدي، ولا ډېر يې په کې د دغو بحثونو په الفبا هم نه پوهېږي او پاى کې همغه پرېکړه وشي چې سرکار يې غواړي.
د لويو ملي بحثونو او پرېکړو لپاره دا ډېره اړينه ده چې د ملت ريښتيني استازي يې پارلمان کې ترسره کړي، او يا بايد د لويې جرګې لپاره د غړيو د غوراوي داسې مېکانېزمونه ايجاد شي چې دوى د ولس ريښتيني منتخب غړي وي.
د لويې جرګې په مقابل کې پارلمان د ولس په مستقيمه رايه رامنځته کېږي، همدا لامل دى چې د لويو ملي قضيو د بحث لپاره پارلمان بايد تر ټولو معتبر فورم وي، خو دغه معتبر فورم بايد په ريښتيني ډول د ولس د رايو په بنسټ رامنځته شي.
يادونه:
نوموړې ليکنه په اپرېل ۲۰۱۹ کې ليکل شوې وه.