وحيدالله مصلح
والي صيب! ښه پيل مو وکړ، تاسو د ولس غږ واورېد او په دې کې شک نه شته، چې تاسو د
يو فرهنګي شخصيت او يو ليکوال په توګه خپل ولس ته هغه احساس او عاطفه لرئ، چې مونږ
يې په ناولونو او لوړو شعرونو کې لولو.
والي صاحب!
داسې نه ده چې ولس مافيا نه پېژني خو چې تاسو له رسمي تربيون نه د مافيا خبره
وکړه؛ دې لږ تر لږه دا سپينه کړه، چې حکومت له مافيا تنګ دى.
اوس مهمه دا ده، چې تاسو له مافيا سره تبعيض ونه کړئ، دا به ومنو چې پيل بايد له
يو ځايه وشي، دا يې د پيل ځاى صحيح خو، چې د نورو له مخ نه هم نقاب لرې کړئ.
دويمه خبره دا ده، چې د مافيا لوڅول اصلي کمال نه دى، مافيا کوم پټ مخ نه دى،
ښکاره کرکټرونه دي او ټول ولس يې پېژني؛ کمال دا دى، چې د مافيا پر ضد ګام واخلئ،
دغه ګام د ريښتياو ځاى دى.
دريمه خبره دا ده چې مافيا د ننګرهار يوازينۍ ستونزه نه ده، دلته د تعليم، اقتصاد،
اجتماعي اړيکو، ښاري پراختيا، ښې حکومتولۍ، په حکومت کې د شفافيت، حسابدهۍ، تخصص
او مسلکيتوب د شاخصونو خوارځواکي، د زېربنايي پروژو نه شتون، په ښار کې بمونه او
بريدونه او په کليو کې چاپې او بمباردونه او داسې نور د ډېرو ستونزو جرړې دي، چې د
ستونزو حل يې د ارګ د برخوردونو په برابرۍ کې دى او د منابعو په عادلانه وېش کې
دى؛ ننګرهار چې تر څو له دې محروميتونو ونه ووځي دلته به غربت، کمزورى تعليم،
وروسته پاتې ښاري ژوند، د کاروبار نه شتوالى، د زېربنايي پروژو نشتون او مافيا يو
بل حمايه کوي او تاسو به يې هم لکه زمونږ يوازې ننداره کوئ.
له همدې امله د ننګرهار ستونزې اوس ستونزې نه دي بلکې پر ننګونو تبديلې شوي، دا
سمه ده چې د دې ننګونو د مهارولو او پر فرصتونو د اړولو لپاره يو ځواکمن رهبر او
مدير، والي ته اړتيا ده خو دا ځواکمن والي به د ارګ د سياستونو په نابرابرۍ کې
هيڅکله ننګونې پر فرصتونو او پرمختګونو تبديل نه کړي.
د ارګ برابره پاملرنه، ځواکمنه محلي اداره او ولسي پياوړې اړيکې په شريکه ننګرهار
له دې بحرانه ويستلى شي.
که تاسو له دغو ټولو ننګونو سره ناپيېلى او مدبرانه برخورد وکړئ نو ولس به مو هم
حمايه کړي او لاسته راوړنې به هم ولرئ.
درناوى
يادونه:
نوموړی ليک په مۍ ۲۰۱۹ کې ليکل شوی و.