• مجموعي کتنې: 144988

د ملي غرور اسفل السافلين!

461 لوستونکي   کلونه وړاندې 5

د ملي غرور اسفل السافلين!

وحيدالله مصلح
څه موده مخکې ځانګړو افغان ځواکونو خپل يو افغان سرتيرى چکي بهرنيو قواو ته وسپاره او بيا نو چکيانو داسې لانت ته وهلى وو، چې په بېهوښۍ کې يې تر مرګ لږه شېبه مخکې بېرته افغان سرتېرو ته سپارلى وو، دغه سرتيري د خپلو غيرتي سرتېرو ملګرو په تسکره کې ساه ورکړه او شهيد شو.
پر دې افغان سرتيري تور وو چې پر چکي ځواکونو يې ډزې کړې وې او مرګ ژوبله يې ور اړولې وه. ويل کېږي د دې سرتيري په تعذيب او وژنه کې له چکيانو سره د امريکايي ځواکونو مرسته هم شامله وه.
دا نو د فکري زبون او سقوط اسفل السافلين دى؛ دلته څو (ولې) دي چې بايد زمونږ ولس ته يې ځواب وويل شي:

لومړى: د افغان ځواکونو ولې

افغان ځانګړو ځواکونو ولې خپل ځانګړى افغان سرتېرى بهرنيانو ته وسپاره؟ ايا افغان حکومت له بهرنيانو سره داسې کوم تړون لري، چې تورن يو بل ته وسپاري؟ کله چې د سټراټيژيک تړون له مخې حتى امريکايي سرتېري دلته د جرمونو او جنايتونو له امله په افغانستان کې نه شي محاکمه کېدلاى؛ نو يو افغان ولې هغوى ته د صحرايي سزا لپاره وسپارل شي؟ کله چې د ملي اردو سرتېرى خپله د ملي اردو له خوا بهرنيانو ته سپارل کېږي دا نو د کومې ملي اردو عکاسي ده او دا به د ملي اردو سرتېرو ته کوم غرور او خودي ورکړي؟
ملي اردو بايد په دې برخه کې قانوني لار نيولې واى، هغوى بايد دغه سرتېرى پخپله توقيف کړى او محاکمه کړى واى، همدا قانوني عمل او د خپلواکۍ تمرين وو.

دويم: د بهرنيو ځواکونو ولې

بهرنيو ځواکونو افغان سرتېرى ولى وغوښت؟ او کله يې چې ترلاسه کړ؛ ولې يې دغسې صحرايي او لنډغرانه وهل ورکړل، دوى چې ځانونه اهلي او متمدن بولي دغسې وحشي او د منځنيو پېړيو تياره عمل يې ولې وکړ؟ دوى د کوم قانون پر بنسټ دغسې صحرايي وژنه وکړه؟

 دريم: د نوي نسل ولې

د يو ملت په توګه زمونږ ملي غرور او احساس سخت ژوبل دى؛ يعنې زمونږ ملي غرور، فکر او غيرت ذوب شوى، يعنې نور دا مفاهيم د تاريخ برخه ده او پر دې تاريخ هم د تغريب مينځل شوي ملنډې وهي او خاندي پرې.
سره له دې چې ملتپالنه د غربي تمدن يوه بنسټيزه ستنه ده؛ خو د شرق ملتپالنې ته يې د ګلوبلايزېشن داسې انټر ناسيونالېسټي بديل پيدا کړى چې هلته محلي فرهنګونه، معنويات او ارزښتونه د غټانو په لويه فرهنګي او ارزښتي دايره کې ذوبېږي.
د همدې ګلوبلايزېشن په اغېزو او د تغريب په مغزي مينځنه کې يو داسې نسل راټوکيږي، چې له خپل تاريخ سره په جنګ دى... چې له خپلو ارزښتونو بېګانه دى... چې د خپل ملت په معنوياتو کې بې مانا دى او چې په خپلو ارزښتونو، تاريخ او ملي مسايلو کې د کمترۍ پر احساس اخته دى.
دغه شکست خوړلى نسل هر غربي ټنګ ته شپږشلې تيندکونه وهي او دوى د غرب هره کنځله د خان کنځله بولي؛ وياړي پرې.
زمونږ اجتماعي غرور لګيا دى نابوديږي؛ رسنيو يوه لويه ملي حيثيتي موضوع راواخېسته؛ خو د ځوان نسل په مغزو کې يې ټنګ ونه کړ، د زلميانو په سرونو کې يې شور جوړ نه کړ، د فکر ملي کرښه يې سره نه کړه او د خپل حيثيت پر ننګه د کوم افغان ستونى ونه چاوده.

يادونه:
نوموړې ليکنه په ډسمبر ۲۰۱۸ کې ليکل شوې وه.