وحيدالله مصلح
ټاکنې
وشوې او يوه نيمه مياشت تېره شوه. هلته چې په پرده کې د صفرونو کوم حال دى؛ له چا سره ضربېږي او پر چا علاوه کېږي، نو ځکه ډېر وړ په کې ناکام او نا وړ بريالي کېږي.
سخته کچه لوبه روانه ده، د يو لوى ملت حيثيتي قضيه د واک په شخړه کې پايمال دى.
په
لويه امنيتي خلا کې خلکو رايې ورکړې او اوس هغه ټول وګړي حيران دي چې دا پايلې او
دا رايې په کومه اندازه ناپ شوي؟
دوى ولې ټګي کوي؟
اصلاً
حکومت او بهرني ملاتړي نه غواړي، چې د ټاکنو يو عصري شفاف سېسټم ايجاد کړي؛ که نه
پر دغسې سېسټم او ټيکنالوژۍ پانګونه د ټاکنو له دغسې تيت او پرک او هر ځل لګښتونو
ارزانه تمامېږي.
دا
همدغه مسلط لوري دي، چې د دومره لږو رايو د شمېرلو لپاره يې دومره ډېرې ورځې او
شپې ځانګړې کړي، او دا د دې لپاره چې په پرده او پناه کې لږ تر لږه ناکامان دوى په
خپله وټاکي.
حکومتي
چارواکي، د واک زورور شريکان او نړيوال ملاتړي غواړي چې په پراخو ټګيو برګيو کې داسې
يو کمزورى، انحصاري او د بهرنيانو د طبعې ګډوډ حکومت او پارلمان رامنځته شي، چې د
دوى د سياستونو او پاليسيو د تنقيد او سمولو سيال نه وي.
په
ژنېوا کې د ولسمشر هغه خبره، چې په راتلونکي پارلمان کې يې د زياتې فيصدۍ نويو او
ځوانانو د برياليتوب ادعا کړې وه، د همدغسې يوې سناريو سترګک دى.
د
ټاکنو پر کمېسيون د ټګيو تورونه يو بل مورد دى، چې ځېنې لوري يې د لکونو ډالرو پر
معاملو متهموي.
د
امريکايانو له راتګ وروسته د واک او اپوزېسيون د شريکانو خپله غوښنه ميراثي برخه د
دې ټګيو بله خوندي برخه ده.
دا ملت د شفاف سېسټم حق
لري!
مونږ
د ټاکنو يو عصري سېسټم ته اړتيا لرو، داسې چې د فساد او ټګۍ په وړاندې زغم صفر ته
راټيټ کړي.
زمونږ
ملت د خپل ريښتيني استازي پارلمان او خپلې خوښې حکومت او مشرتابه لپاره د دې حق
لري، چې د ټاکنو يو روڼ او باوري سېسټم ولري، داسې چې يوه يوه رايه په کې حساب شي،
داسې چې پر پنځوس جمع يو رڼو رايو حق حقدار ته ورسېږي.
زمونږ
عزيز ملت د دې حق لري، چې د ورځې ورکړو رايو لومړنۍ پايلې يې نيمه شپه اعلان شي.
دا
ټول ممکن دي؛ خو د ملت د متن مشرتابه غواړي چې د ملت د واکمنۍ لپاره شفاف
مېکانېزمونه رامنځته کړي.
هغوى
چې له بېرون نه وارد شوي، د ملي او ولسي کمزورو ريښو له امله دوى همدغسې د ټګيو
برګيو ټاکنيزو سېسټمونو ته اړتيا لري.
يادونه:
نوموړې ليکنه په دسمبر ۲۰۱۸ کې ليکل شوې وه.